امریکا له جاپانه خپل قرنطین شوي وګړي لېږدوي امریکا وایي جاپان ته یوه الوتکه استوي چې هلته په یوه بیړۍ کې قرنطین شوي امریکایان بېرته خپل هېواد ته ولېږدوي. دغه بیړۍ چې جاپان کې یو کوهاما سیمې ته رسېدلې د فبرورۍ له درېیمې را په دې خوا له دې ویرې قرنطین ده چې په کې سپاره کسان کرونا ویروس ونه لري. په توکیو کې د امریکا سفارت نن وویل، سبا به یوه چارتر الوتکه جاپان ته واستوي. دغه کسان به امریکا ته له رسېدو وروسته هم د دوو اوونیو لپاره قرنطین وي. جاپان ته په رسېدلې بیړۍ کې ۳ زره او ۷ سوه سپرلۍ او عمله سپره وه چې په منځ کې يې ۲۸۵ کسانو کې د کرونا مثبتې پېښې لیدل شوي. Читать полностью...
Москвичи из-за дороговизны массово поехали по регионам лечить зубы: из Москвы начался стоматологический туризм
“У меня тоже была депрессия после того, что ты сделал своими руками!” Дава разоткровенничался перед Ольгой Бузовой в шоу “Сокровища императора” на ТНТ