اروپايي اتحادیه افغانستان کې په نجونو او ښځو باندې د محدودیتونو په هکله یوځل بیا اندیښنه څرګندوي
دافغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي ژیل برتران کابل ته دسفر په ترځ کې د نجونو او ښځو په زده کړو او کاراو د عام ژوند په چارو کې یې په ونډې باندې د محدودیتونو په هکله یوځل بیا جدي اندیښنه څرګنده کړه.
افغانستان کې داروپايي اتحادیې استازولي وايي دغه محدودیتونه د بشري حقوقو د نړیوالو معیارونو او د افغانستان د نړیوالو ژمنو څخه جدي سرغړونه ګڼل کیږي چې د اقتصاد او ټولنې لپاره اوږدمهاله ویجاړونکي نتایج لري.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د داخلی او بهرنیو فشارونو سره سره د ښځو په هکله خپله پالیسي...