جرمني کې میشتو افغانانو په یوې ناسته کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اخراج انديښنه ښودلې د جرمني په کولن ښار کې میشتو افغانانو د ملي مرکې په نوم په یوې ناسته کې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو پر جبري اخراج انديښنه ښودلې ده. دا ناسته چې پرون شنبې د پخوانیو سیاسیون، علمي، ټولنیزو شخصیتونو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه، موخه يې د افغانستان د روان وضعیت ارزونه، د افغانانو یووالی او له افغانستانه بهر د سولې په بهیر کې د افغانانو رول وو. د ناستې ګډونوال ویلي، په ایران او پاکستانه له افغان کډوالو سره د ټولو انساني ارزښتونو او نړیوالو اصولو خلاف چلند کیږي او له دواړو هېوادونو يې غوښتي چې دغې وضعیت ته د پای ټکی کیدي. Читать полностью...
Олеся Шергина из Екатеринбурга взошла на Эльбрус: история смелости, вдохновения и преодоления девушки с протезом