ملګري ملتونه؛ د جرمونو نړیوالې محکمي حکم ته درناوی لرو، خو له طالبانو سره دې تعامل دوام وکړي د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وايي، د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د طالب مشرانو د نیولو د حکم پریکړې ته درناوی لري، خو د افغان ښځو او نجونو د وضعیت د ښه کیدو لپاره دې سیاسي بهیر دوام ومومي. ستفن دوجاریک وړاندې وویل، ملګرې ملتونه کولی شي د دغې محکمې له خوا تورن شویو کسانو سره تعامل ولري او له غړو هېوادونو يې وغوښتل چې د محکمې له پریکړې ملاتړ وکړي. د جرمونو نړیوالې محکمې پرون سه شنبې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړ. د طالبانو دغه دوه مشران د جنسیت پر بنسټ د بشریت ضد په جرمونو تورن دي. Читать полностью...
Антиармянские публикации в российском научном журнале «Современная научная мысль»: расследование фонда «Гегард»
Антиармянские публикации в российском научном журнале «Современная научная мысль»: расследование фонда «Гегард»
Клинический психолог Юлия Тарибо: психологические последствия удаленной работы и способы их преодоления