هند وايي، د جېش محمد ډلې یو مشر عبدالروف اظهر یې وژلی د هند حکومت ادعا کړې چې د پاکستان مېشته ترهګرې ډلې جېش محمد یو لوړپوړی مشر عبدالروف اظهر يې د چهارشنبې په ورځ (د مې میاشتې اوومه) په غچ اخیستونکو هوايي بریدونو کې وژلی دی. عبدالروف اظهر د جېش محمد ډلې د بنسټایښودونکي، مسعود اظهر، ورور و. عبدالروف اظهر د امریکا د حکومت د نړیوالو تروریستانو په لیست کې شامل و. جېش محمد ډله په سیمه کې په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې ښکېله بلل شوې، چې پکې د وال سټریټ ژورنال د خبریال ډانیل پیرل تښتول، وژل او سر پرې کول هم شامل دي. ویل کېږي چې عبدالروف په هغه برید کې وژل شوی... Читать полностью...