په ۱۱ ولایتونو کې د سیلابونو د رواتلو خبرداری ورکړل شوی د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په یولسو ولایتونو کې د سیلونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی. دغه وزارت د شنبې په ورځ " د حمل ۳۰مه" پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې پنجشیر، پروان، کاپیسا، پکتیا، لوګر، لغمان، کنړ، کندز، تخار او بدخشان به د ثور تر دویمې نیټې د بارانونو او واورو شاهدان وي. د دغو ولایتونو له اوسیدونکو غوښتل شوي چې د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي. افغانستان له اقلیمي بدلونه اغیزمن هېواد دی چې په دې وروستیو کې په کې سیلاونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی. Читать полностью...