شهباز شریف؛ د هغوو افغان کډوالو پرضد قانوني اقدام کوو چې له پاکستانه د وتلو نېټه یې نقض کړې ده له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د اندېښنو په زیاتېدو سره، پاکستاني چارواکو یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د "ای سي سي" کارت درلودونکو افغان کډوالو او هغوی چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري او تر اوسه په دغه هیواد کې پاتې دي، پر وړاندې به قانوني کړنې ترسره کړي. پاکستاني ورځپاڼو له دې ډلې اکسپریس ټریبیون د پاکستان د صدراعظم د دفتر د یوې اعلامیې پر بنسټ راپور ورکړی، چې د اپرېل په ۲مه نېټه، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له صدراعظم شهباز شریف سره د ورځپاڼې په ټکو د غیر قانوني بهرنیانو او د د "ای... Читать полностью...