ایران د "توغندیو ښار" په نوم د خپلو پوځي تجهیزاتو یوه ویډیو خپره کړې ده ایران د ځمکې لاندې د "توغندیو ښار" په نوم د پوځي تجهیزاتو او وسلو یوه ویډیو خپره کړې ده. دغه ویډیو چې د ایران د دولتي رسنیو له خوا وړمه ورځ د (مارچ ۲۵مه) خپره شوې په کې د ایران لوی درستیز محمد باقري او د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي او هوايي ځواکونو قوماندان امیرعلي حاجي زاده د ځمکې لاندې په پرمختللو وسلو سمبال تونلونو کې ښودل کیږي. په ویډيو کې ښکاري چې د ځمکې لاندې تونلونو کې پریمانه پرمختللې وسلې په موټرو کې ذخیره شوي دي. ایران په داسې حال کې د خپلو پرمختللو وسلو د زیرمو ویډیو خپروي چې د بل هر وخت پرتله يې له امریکا سره اړیکې ترینګلي دي. Читать полностью...
Управление клинико-диагностическими лабораториями: современные тенденции и опыт экспертов ГК "ДИАКОН"