د یوناما د ماموریت غځولو په اړه غونډه کیږي د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (دوشنبه، د کب ۲۷مه) د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي. په یوه راپور کې چې پرون د امنیت شورا پر ویبپاڼه خپور شو ویل شوي چې د وړاندیز شوي پریکړه لیک د مسودې له مخې د یوناما ماموریت به د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷ مې پورې وغځول شي. د راپورله مخې د دې پریکړه لیک د مسودې په متن کې په افغانستان کې د یوناما په دندو او لومړیتونو کې کوم بدلون نه دی راغلی او د دې شورا ټولو غړو یې ملاتړ کړی دی. بشري حقوق په تېره د ښځو او نجونو حقونه، سوله او امنیت، د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت،... Читать полностью...