Новая «Москва слезам не верит» и «Урок» с Борисовым. Самые ожидаемые премьеры российских сериалов в 2025-м
طالبانو او چین د واخان دهلیز د ستراتیژیک اهمیت په اړه خبرې کړې دي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د چین له سفیر ژاو شینګ سره د واخان دهلیز د ستراتیژیک اهمیت په اړه خبرې کړي دي. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د دیسمبر پر ۳۰مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې حقاني د چین له سفیر سره په ملاقات کې د واخان دهلیز د ستراتیژیک اهمیت تر څنګ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د مسافر وړونکو الوتنو د زیاتولو په اړه هم خبرې وکړې. د خبرپاڼې له مخې، په دې ملاقات کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو په لا پیاوړتیا او د عملي ګامونو پر اړتیا ټینګار کړی دی. Читать полностью...