ځايي خلک: د روسيې له کاسپین سمندرګي څخه پر اوکراین د توغندیو بريدونه چاپېریال ته زیان رسوي داسې ښکاري چې د روسیې ځواکونه له کاسپین سمندرګي څخه پر اوکراین بریدونه کوي چې په نتیجه کې یې نه یوازې درنه مرګژوبله اوړي بلکې د نړۍ تر ټولو لوی ډنډ ته زیان هم رسوي. ځايي خلک وايي چې د روسیې سمندري ځواکونه کاسپین سمندرګۍ پر اوکراین د توغندیو د توغولو لپاره کاروي او پکې پوځي تمرینونه کوي چې له امله يې د بشري زیانونو ترڅنګ پر چاپېریال ناوړه اغېز پرېوځي. اوکرایني چارواکيو راپور ورکړی چې د روسيې جنګي الوتکو په روان ۲۰۲۴ز کال پر دې هېواد له سمندرګي څخه توغندي توغولي او لا يې دغسې کولو ته دوام ورکړی. Читать полностью...