ملګري ملتونه: په کليوالو سيمو کې روغتيايي خدماتو ته د افغان مېرمنو لاسرسی ستونزمن شوی د ملګروملتونو د نفوس صندوق وایي، د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د هوا له سړېدو او د واورو له ورېدو سره روغتیایي خدماتو ته د ښځو لاسرسی ستونزمن شوی دی. دې ادارې پرون (دوشنبې) په یوه بیان کې، چې پر خپله ایکسپاڼه کې یې خپور کړی ویلي، سږ کال یې د اسټرالیا په ملاتړ ۲.۴ میلیونو افغانانو ته، چې زیاتره یې ښځې دي، د ژوند ژغورنې خدمات وړاندې کړي دي. د ملګروملتونو د نفوس صندوق همداراز ویلي، د ژمي په موسم کې د ښځو لپاره روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي د ستونزو د حل لپاره یې په ټول افغانستان کې په اته سیمهییزو ګودامونو کې طبي وسایل زېرمه کړي دي. Читать полностью...
«Наше национальное достояние и гордость»: Николай Цискаридзе — о феномене русского балета, дружбе и своей новой книге