د بشري حقونو ځینو بنسټونو د 'اسماعیل مشعل' د خوشې کېدو غوښتنه کړې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د طالبانو له لوري د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل نیول غندلي او د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده. د بشري حقونو د څار ډلې د افغانستان د برخې څېړونکې سحر فطرت ازادي راډیو ته تېره شپه وویل چې له نږدې یو نیم کال راهیسې د طالبانو له لوري په افغانستان کې مدني اعتراضونه ځپل کېږي. فطرت وویل: "طالبانو د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل له نیولو سره چې د ښځو د زده کړو لپاره یې مدني اعتراض کاوه، دا څرګنده کړه چې دوی هر هغه حرکت، هر هغه غورځنګ، فکر او نظریه چې د ښځو په تړاو د دوی له ځپونکو قوانینو سره په ټکر کې وي، ځپي. Читать полностью...