روسي ځواکونو د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ رییس نیولی اوکرایني چارواکي وايي روسي ځواکونو د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ رییس په تړلو سترګو نیولی او نامعلوم ځای ته یې بیولی دی. د اوکراین د اټومي انرژۍ لوی شرکت انرګو اټوم وايي، روسي ځواکونو پرون د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ د رییس سترګې وتړلې او ویې نیوه. دې اقدام د زاپوریژیا د اټومي بټۍ د اوږدمهالي امنیت لپاره اندېښنې پارولې دي. دا راپور وروسته له هغه ورکول کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د اوکراین د ختیځ څلور سیمې د خپل هېواد د قلمرو برخه وګرځولې. دا هغه سیمې دي چې یا تولې یا یې ځینې برخې د مسکو تر ولکې لاندې دي. Читать полностью...
Регионы Россия, Культура Детям, Концерт Победы: Театр кукол Ульгэр поздравляет "Вальсом Победы" земляков