د افغانستان په باب د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې تورنتو سټار: کاناډايۍ تورنتو سټار ورځپاڼه لیکي، اړتیا ده چې دا هېواد په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره زیاتې هڅې وکړي. د ورځپاڼې په لیکنه، له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې کړای شوي او نور فعالیتونه یې محدود شوي دي. په دوام کې لولو چې افغان ښځې له سیاسي ژونده بې برخې شوي او دندې یې له لاسه ورکړي دي. د تورنتو سټارپه لیکنه، د ښځو په وړاندې کورنی تاوتریخوالی هم ډېر شوی اوهغه فعالانې چې د اعتراض غږ یې اوچت کړی، نیول شوي او شکنجه شوي دي. Читать полностью...