کونړ کې د بزګرو ټولنو ته کرنيز ماشينونه ورکول کېږي د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ازادي راډيو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي دي، دا ماشینونه چې ۵ میلیونه او ۶۹ زره افغانۍ ارزښت لري، د خوړو نړۍ سازمان لخوا د کونړ بزګرو ته ورکول کېږي. په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په دې ماشينونو کې تراکتورونه، ۴ زرنج موټرسایکېلونه او د غنم د حاصلاتو را ټولولو وسایل شامل دي. د کرنې وزارت وايي، دا ماشینونه به د کرنیزو محصولاتو په وده کې ګټور تمام شي. دا وزارت وايي، په پام کې لري چې د نړۍوالو موسسو په مرسته په نورو ولایتونو کې هم دا لړۍ عملي کړي. Читать полностью...
Концерт, культура, Россия: директор Бурдрамаы награждена медалью «За заслуги перед Бурятией» в Бурятии
Певец Сергей АРУТЮНОВ и солистка группы Демо - встречаются, или просто выпустили совместный хит “Солнышко”? Разлад АРУТЮНОВА и Маши Малиновской?