د افغانستان لپاره د ناروې سفیر له طالبانو مهمې غوښتنې کړي د افغانستان لپاره د ناروې سفیر انډرس لینډمن وايي، دا د دوی لپاره ستونزمنه ده چې له هغه افغان حکومت سره ملګرتیا وکړي، کوم چې ټولشموله، د خلکو استازی او په واقعي معنا د ښځو د مساوي ونډې لرونکی نهوي. ښاغلي لینډمن دا خبره د طالبانو د رییس الوزار له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره له کتنې وروسته، په خپله ټویټرپاڼه لیکلي. د افغانستان لپاره د ناروې سفیر وايي، دې لیدنه کې یې د افغانستان د راتلونکې لپاره د ازادو رسنیو پر اهمیت ټینګار کړی. طالبانو هم یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، د ناروې سفیر له... Читать полностью...