مارک میلي له خپل چینایي سیال سره په پټه غږیدلی و د راپورونو له مخې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په وروستیو کې له خپل چینايي سیال سره په پټه تماس نیولی او هغه ته یې ډاډ ورکړی چې متحد ایالات پر چین د برید پلان نه لري. په یوه کتاب کې چې راتلونکې اوونۍ خپرېږي، جنرال مارک میلي د جنوري په اتمه نېټه د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو له حملې دوه ورځې وروسته د چین له لوی درستیز جنرال زو چنګ سره تماس نیولی و. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې، اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس او سي اېن اېن ټلوېزیون پرون سې شنبې... Читать полностью...