هېواد
هېواد ورځپاڼې د جمهوري رياست د دوهم مرستيال سرور دانش هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي چې د طالبانو پرضد او له جمهوريته د دفاع لپاره 'پراخ ملي مقاومت' د رامنځته کېدو په حال کې دی.
وړاندې راغلي،په اصل کې د هېواد ساتنه او دفاع د افغان ځواکونو دنده ده، خو که اړتيا وي، ولس هم پر دې مکلف دی او په وینا یې دا ولسي خوځښتونه هغه مهال رامنځته کېدای شي چې ملي ګټې په خطر کې وي او يا هم هېواد له سخت حالت سره مخ وي.
د ورځپاڼې د لېکوال له انده دا چې طالبانو د ولس پر ضد ګام پورته کړی او له ترهګرۍ...