یو شمېر ټویټر کاروونکي اوس یو بل ته پیسې استولی شي ټویټر د پنجشنبې په ورځ یو نوی فیچر اعلان کړ چې پر مټیې د دې ټولنیزې شبکې کاروونکي کولای شي د دوی د خوښې د ټویټونو خپروونکو ته پیسې واستوي. ټویټر خپل دا نوی اپشن «ټیپ جار» یا د ډالیو کڅوړه نومولې ده. هغوی چې په ایاواېس او انډراویډ ټیليفونو کې په انګلیسي ژبه ټویټر کاروي، د پنجشبې له ورځې راهيسې دا نوی اپشن کارولی شي. په دې پیسو کې چې د ټویټر کاروونکو ترمنځ یو بل ته استول کېږي، خپله د ټویټر کمپنۍ څه نهاخلي. ټویټر ویلي چې د اوس لپاره به نړۍ کې له خپل اکاونټ سره د ډالۍ د کڅوړې د زیاتولو اسانتیا... Читать полностью...