د افغان حکومت او ملګرو ملتونو سروې: تېر کال افغانستان کې ۶،۴۰۰ ټنه ترياک توليد شوي که څه هم په ۱۳۹۸ لمریز کال کې په افغانستان کې د ترياکو تولید ډېر کم شوی و، خو د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو يوه تازه سروې ښيي چې په ۱۳۹۹ کال کې يو ځل بیا د ترياکو توليد ډېر شوی دی. دا سروې چې د افغانستان د احصائيې او معلوماتو ادارې او ملګرو ملتونو له نشهيي موادو سره د مبارزې ادارې په ګډه ترسره کړې او شمېرې يې هم تخميني دي ښيي چې تر دوه لکه هکټاره ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوي او د کوکنارو د کښت او ترياکو له درکه يوازې د افغانستان بزګرو او کاروباریانو نږدې ۴۰۰ مليونه امريکايي ډالر ګټلي دي. ... Читать полностью...