د کرونا له محدودیتونو تېښته؛ په دوبۍ کې د پرتمینو ودانیو بیې لوړې شوي
د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د پرتمینو ودانیو بیې لوړې شوي ځګه له پرمختللو هېوادونو ځیني شتمن خلک د کرونا وبا له محدودیتونو د تېښتې لپاره دې ښار ته ځي.
د دوبۍ د لوکسو ودانیو بیې پخوا تر دې رالوېدلې وې، خو د روان ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د هغو بیې د تېر کال د لومړۍ ربعې پرتله په سلو کې ۲۳۰ لوړې شوې دي.
د جایدادونو د معاملو دفترونه وايي چې په تېره اپرېل میاشت کې سل او په مارچ کې ۸۴ کورونه چې د هر یوې بیه ۲،۷ ملیون ډالره وه خرڅ شوي دي، په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۲۰ کال کې یوازې ۵۴ کورونه معامله شوي وو.