د بلاروس د اپوزېسیون مشرې له امریکا د لوکاشینکا پر رژیم نور بندیزونه غوښتي د بلاروس د اپوزېسیون مشرې له امریکا غوښتي دي چې د الکساندر لوکاشینکا پر رژیم نور بندیزونه ولګوي. سویتلانا تیخانوفسکایا چې پرون د مې په شپږمه د امریکا د کانګرس استماعیه غونډې ته وینا کوله همداراز پر واشنګټن غږ وکړ چې په بلاروس کې د روان سیاسي بحران د ختمولو په مقصد د اروپايي منځګړو پر هڅو ورګډ شي. مېرمن تیخانوفسکایا چې په لیتوانیا کې د تبعید ژوند تېروي همداراز وویل چې متحده ایالات باید د لوکاشینکا د منزوي کولو لپاره له ډيپلوماسۍ کار واخلي. هغې په خپل هېواد کې د بشري حقونو سرغړونو او ځپونکو... Читать полностью...