د کابل کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا د الوزول شویو پایو جوړول پیل شوي د افغانستان برېښنا شرکت وايي د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا دوو نړول شویو پایو جوړول پیل شوي دي. د دغه ریاست په وینا، دغه دوه پایې نن سهار وختي په میرزاخېل سیمه کې د ماینونو د چاودنې په نتیجه کې نړول شوي او درېیمه پایه یو څه تخریب شوې ده. تر دې پېښې وروسته په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د برېښنا جریان تر ډېره پرې شوی دی. د پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی. Читать полностью...