ارزګان کې د کوکنارو اړولو عملیات پیل شول په ارزګان ولایت کې د کوکنارو اړولو عمليات پيل شول. له نشهيي موادو سره د مبارزې معينیت د رسنیو دفتر ازادي راډيو ته وويل، له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د ثور میاشتې پر ۱۵مه نېټه په دې ولایت کې د کوکنارو اړولو عمليات پيل کړل چې د دې کمپاين په لومړۍ ورځيې د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ (ده يک) سيمه کې ۵۰ جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړه. د يادونې وړ ده چې د دې ولايت په ډېری سيمو کې کوکنار نېښ وهلو ته برابر او په ځينو ولسوالیو کې خو بېخي نېښ وهل پيل شوي دي. Читать полностью...