د اوبو د تنظیم اداره: د رېګ روان کانال د رغېدو چارې ۹۷سلنه بشپړې شوي د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، د رېګ روان کانال د سربند د څلورمې برخې د جوړولو چارې په بشپړېدو دي. د دې ادارې ویاند، نظام الدین خپلواک ازادي راډیو ته وویل، د کانال له بشپړېدو سره به تر شلو زرو زیاتې کورنۍ ترې ګټه اخلي: "رېګ روان کانال چې د کاپیسا او پروان ولایتونو ترمنځ ګډه پروژه ده، د اوبو د تنظیم او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه تطبیقېږي. د دغه کانال د جوړولو مالي لګښت د جاپان جایکا موسسه ورکوي چې اوس مهال یې چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوي دي." دغه پروژه د پروان ولایت په قلعه خواجه او د کاپیسا ولایت په سخي خېل کلیو کې عملي کېږي. Читать полностью...
Всероссийский субботник пройдет на территории сервисного локомотивного депо «Москва-Сортировочная» 27 апреля!
Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью