اتمر له خپل هندي سیال سره د امریکا د پوځي مأموریت پر پای ته رسېدو خبرې وکړې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال سره په افغانستان کې د امریکا د پوځي مأموریت د پای ته رسېدو په اړه خبرې کړي. د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي چې محمد حنیف اتمر پرون شنبه له اس جې شنکر سره په ټیلیفوني خبرو کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په امنیتي، سیاسي او پراختیايي برخو کې له افغانستان سره د امریکا د همکاریو د نوي فصل په اړه خبرې وکړې. بیان زیاتوي چې ښاغلي شنکر په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په مقصد د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړي کولو په برخه کې د هند د فعالې ونډې ډاډ ورکړ. Читать полностью...