د شمالي مقدونیې پولیسو د افغانانو په ګډون ۴۷ پناغوښتونکي موندلي د شمالي مقدونیې پولیسو په یوه باروړونکي موټر کې د افغانانو په ګډون ۴۷ پناغوښتونکي موندلي دي. راپورونه وایي چې دغه شمېر پناغوښتونکي وړمه شپه د بلغاریا او یونان په سرحدي سیمو کې پولیسو ته په لاس روغلي دي. دغو پنا غوښتونکو کې پر افغانانو سربیره د عراق او پاکستان اتباع شامل دي چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی. راپورونه وایي، موټر چلونکی د پولیسو له لېدو سره سم تښتېدلی او پلټنه یې روانه ده. د شمالي مقدونیې چارواکي وایي، دغه کسان له یونانه د دوی خاورې ته ورغلي او بېرته به یې یونان ته سپاري. Читать полностью...
Аналитическое исследование «585*ЗОЛОТОЙ» показало, сколько тратят на обручальные кольца в 2024 году в разных городах России