چارواکي: هرات کې د کرونا ويروس ۳ مشکوکې پېښې تائيد شوې په هرات ولايت کې په کرونا ويروس د ۳ کسانو د اخته مشکوکې پېښې تائيد شوې دي. د هرات د حوزوي روغتون د انتاني ناروغيو د څانګې مشر محمد ابراهيم بسيم نن ازادۍ راډيو ته وويل، دغه کسان په وروستيو کې له ايرانه راستانه شوي دي. ښاغلي بسيم زياته کړه، دغه درې کسان د تشخيص لپاره کابل ته لېږل شوي، خو د معاينې نتايج يې لا معلوم نه دي. بلخوا د هرات په اسلام کلا بندر کې د صحي مرکز مسوول نور احمد محمدي ويلي، هغه ٣٦ کسان چې په وروستيو کې د ايران له قُم ښار څخه راستانه شوي وو، د دوو اوونيو لپاره قرنطين شوي دي.... Читать полностью...
«585*ЗОЛОТОЙ» усовершенствовала процесс обучения новых сотрудников через механизм наставников и стажеров