د ایران په پارلماني ټاکنو کې سخت دریځي کاندیدان مخکې دي په ایران کې د پارلماني ټاکنو په لومړنیو پایلو کې څرګنده شوې چې محافظه کار او سخت دریځي کاندیدان په ټاکنو کې مخکې دي. په ایران کې پارلماني ټاکنې د شنبې په ورځ وشوې. د ایران د کورنیو چارو وزارت پرون د فبرورۍ په ۲۲ مه وویل چې محافظه کار کاندید محمد باقر قالیباف په تهران کې د ۳۰ چوکیو لپاره په ټاکنیزه مبارزه کې تر نورو مخکې شوی دی. قالیباف مخکې د تهران والي و. هغه همدا راز د ایران د قدس ځواک د هوايي قواوو قومانداني هم کړې ده. داسې اټکل کېږې چې قالیباف به دایران د پارلمان مشر هم وټاکل شي.... Читать полностью...