د افغانستان د فوټسال ښځینه لوبډله له تاجکستان سره لوبه کوي د افغانستان د فوټسال ۱۹ کلنو ښځینه ملي لوبډله نن له تاجکستان لوبډلې سره لوبېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبه نن ماښام د کابل پر وخت شپږ بجې ترسره کېږي. افغانستان تر دې وړاندې له ایران، ازبکستان او قرغزستان څخه ماتې خوړلې. د فوټبال فدراسیون تمه ښودلې چې نننۍ لوبه وګټي. Читать полностью...