دفاع وزارت بلخ کې د ملکیانو وژنې په اړه د یوناما موندنې نهتأییدوي د افغانستان دفاع وزارت په بلخ ولایت کې په هوايي بمبار کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما وروستۍ موندنې نهتاییدوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت، یوناما د دوشنبې په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل: "لومړنۍ موندنې یې ښيي چې د بلخ ولایت په بوکه کلي کې د حکومت پلویو ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې څلور ماشومان او دوه ښځې وژل شوې دي." یوناما پر دې ملکي تلفاتو ژوره اندېښنه ښودلې، خو د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه د حقیقت موندونکي پلاوي څېړنې لا هم نهدي بشپړې شوي. Читать полностью...
Туроператоры назвали направления, куда россияне поедут отдыхать на майские праздники: некоторые страны удивили
Младшая дочь Оксаны Самойловой и Джигана пошутила, что их сын приемный — как отреагировала звездная мама: «Чисто классика»