د امریکا سفارت د افغانستان برښنا شرکت پر قراردادي کارکوونکو وروستی برید غندلی په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان برښنا شرکت پر قردادي کارکوونکو وروستۍ حمله په شدت غندلې ده. د امریکا سفارت په دې اړه پر تویټر په یوه پیغام کې پرون د جنورۍ په ۱۷مه لیکلي چې د برښنا شرکت کارکوونکو د افغانستان د حکومت او د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو ادارې په ګډه پروژه کې د میلیونونه انسانو د ژوند د ښه کولو لپاره کار کاوه. د افغانستان د برښنا شرکت تائید کړې چې د پنج شنبې په ورځ یې پنځه کارکونکي په زابل کې د برېښنا د مزو د ترمیم لپاره د کار په وخت د ماین په چاودنه کې ووژل شول. په چاودنه کې د برښنا شرکت یو کارکونکی زخمي شوی دی. Читать полностью...
Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью