د اوکراین ولسمشر د دغه هېواد د صدراعظم استعفی ونه منله د اوکراین جمهور رئيس ولادیمیر زېلېنسکي پرون د خپل صدراعظم داستعفی لیک رد کړ. زېلېنسکي وویل چې صدراعظم الکسي هونچاروک پرون، د جنورۍ په ۱۷مه، د خپلې استعفی لیک ور استولی و. خو زېلېنسکي پرون له هغه سره تر غونډې وروسته وویل: "زه له تا سره په ګډه غواړم چې کابینه پیاوړې کړم، له دې امله، درڅخه غواړم چې کمزوري ټکي معلوم کړې، په وزارتونو کې چارواکي د هغوی د مسلکي وړتیا پر اساس بدل کړې." په وروستیو کې د صدراعظم هونچاروک د یوې ټیلفوني مکالمې یوه برخه پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه چې په هغه کې یې پر اقتصادي چارو د جمهور رئيس پوهه کمه بللې وه. Читать полностью...
Более 250 человек посетили предприятия филиала «Забайкальский» ООО «ЛокоТех-Сервис» во время «Недели без турникетов»