تمه ده نن د ناکامورا مړی جاپان ته ولېږدول شي تمه ده چې نن د ( پي ایم ایس) جاپانۍ خیریه مووسې د مشر تیستو ناکامورا جسد خپل هیواد ته انتقال شي. د ناکامورا میرمن او لور د همدې لپاره کابل ته راغلې دي. دوی تیره شپه له ولسمشر اشرف غني او د افغانستان له لومړۍ میرمن رولا غني سره په ارګ کې وکتل. د جمهوري ریاست د خبرپاڼې له مخې جمهوررییس غني ویلي دي چې د ناکامورا د مړي ویر به د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې وشي. افغان ولسمشر زیاته کړه چې په ننګرهار او کونړ کې به د ناکامورا پروژې د ده په نوم شي. ناپیژانده وسله والو د تیرې چهارشنبې په ورځ په جلال... Читать полностью...