د جاپاني مرستندوی تیتسو ناکامورا په ویر غونډې او غبرګونونه په ننګرهار کې د وژل شوي جاپاني بشري کارکوونکي ډاکټر تیتسو ناکامورا په ویر غونډي او عکس العملونه لا هم دوام لري. پرون په کابل، خوست، جلال اباد، پروان، پېښور او ځینو نورو سیمو او ښارونو کې یو شمېر مدني فعالانو د غونډو په جوړولو ددغه بشري کارکونکې وژنه وغندله او دده په یاد یې ډیوې روښانه کړې. د خوست والي محمد حلیم فدايي پر خپل ټویټر لیکلي چې د خوست ښار د زړې سبزۍ منډيي څلور لارې یې د ډاکټر تیتسو ناکامورا په نوم نومولی دی. په افغانستان کې د کام ایر خصوصي هوايي شرکت پر خپله رسمي فیس بوک پاڼه د خپلې... Читать полностью...