قزاقستان کې د بس د ښوېدو په پېښه کې ۸ کسان وژل شوي په قزاقستان کې پر یخي سرک د بس د ښوېدو په پېښه کې اته مسافر وژل شوي دي. د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت په وینا پېښه نن کیزي لوردا سیمه کې وشوه. په بس کې پنځه دېرش کسان سپاره وو. په پېښه کې پنځه ویشت کسان ټپیان شوي دي. د ترافیکو له قوانینو د سرغړونې په تور په دې پېښه کې جنايي قضیه ثبت شوې ده. د اروپايي ټولنې د معلوماتي ادارې یورو سټاټ د معلوماتو له مخې قزاقستان په ټوله نړۍ کې له هغو پنځو هیوادونو دی چې پکې تر ټولو زیاتې ترافیکي پیښې کیږي. Читать полностью...