کورنیو چارو وزارت: په هرات کې چاودنې ۳امنیتي کارکوونکي وژلي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تاییدوي چې په هرات ولایت کې په یوه موټر کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو د چاودنې له کبله درې امنیتي کارکوونکي وژل شوي دي. د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته وویل، د ملي امنیت کارکوونکي یو مشکوک موټر پیژندلی و چې چاودیدونکي مواد پهکې ځای پرځای شوي وو. د ښاغلي رحیمي په خبره تخنیکي ډلې د دې موادو د شنډولو هڅه کوله چې چاودنه وشوه. نوموړي وویل چې پهدې پېښه کې د ملي امنیت ریاست دوه نور کارکوونکي ټپیان شوي هم دي. دا پیښه نن مازدیګر په هرات کې د ملي امنیت ریاست ته څېرمه شوې ده. Читать полностью...
Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью