د بدخشان په ارګو ولسوالي کې نښته شوې
په بدخشان کې سرچینې وايي چې د طالبانو ځواکونو د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په سر له ځایي خلکو سره نښته کړې ده.
دا نښته د جمعې په ورځ، د می په ۱۸مه، د ارګو ولسوالي په اتن جلو کلي کې وشوه.
یوې سیمه ییزې سرچینې، چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښته کې یو ماشوم وژل شوی دی.
په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د امنیې قومانداني ویاند احسان الله کامګار، د خپرونې تر وخته پورې د پېښې په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
یوې سرچینې چې له ازادي...