په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو په زرګونو کانتینر مالونه بند پاتې دي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتیدو سره په سیمه کې د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ شبکې ګډوډې شوې دي او د افغانستان د سوداګرو په زرګونو کانتینر مالونه د متحده عربي اماراتو په جبل علي بندر کې بند پاته دي.
د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وایي چې متحده عربي امارات هغو مالونو ته چې ایران ته لېږدي یا د ایران له لارې نورو سیمو ته انتقالیږي اجازه نه ورکوي.
د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د رییسه هیات غړی خان جان الکوزی وایي چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې...