سوداګره میرمن لیلما بدخشان کې په ډزو ووژل شوه
یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته د یوې ښځې د جنازې د مراسمو د ویډیو په لېږلو وايي دا د «لیلما» په نوم د یوې سوداګرې ښځې او د سیمهییز سندرغاړي سلام مفتون د مېرمنې جنازه ده، چې د پنحشبنې ( غویي په ۱۷مه ) په سهار د یوه وسلهوال کس له خوا وژل شوې ده.
د جنازې په ویډیو کې سیمهییز سندرغاړی سلام مفتون هم د خلکو ترمنځ په لومړۍ صف کې لیدل کېږي.
دې سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ویلي چې لیلما له خپل کوچني ماشوم سره د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ د ښځو ځانګړي بازار ته روانه وه چې برید پرې وشو.