په اوکراین کې دوه تنه جګړه ځپلي څاروي ژغوري
پر اوکراین د روسیې له بشپړ یرغل راهیسې، په اودیسا ښار کې دوه وترنران لیونید ستودیانوف او والنتانیا ستودیانوف خپل ژوند د جګړې له امله د ټپي شویو او پریښودل شویو څارویو ژغورنې ته وقف کړ.
لیونید او والنتینا د ازادي راډيو اوکرایني څانګې ته وویل چې د جګړې په پيل کې دوی ټي شوي او پریښودل شوي څاروي خپل کلینیک ته راوړل خو ډیر ژر د جګړې لومړۍ کرښې ته د څارویو د ژغورنې لپاره ولاړل.
دې جوړې د هغو بیزوګانو او زمریانو په ګډون چې په ژوبڼ کې ژغورل شوي وو، درملنه کړې او د ډیرو نورو څارویو غم یې خوړلی دی. همداراز...