تهران: د امریکا پر وړاندیز غور روان دی؛ ټرمپ: که وړاندیز ونه مني جګړه به بیرته پیل شي
ایران وایي، د امریکا پر وروستي وړاندیز چې د سرچینو په وینا ښايي جګړه پای ته ورسوي، خو څو مهم مسایل پرانیستي پریږدي، غور روان دی. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې یوې هوکړې ته رسېدل "ډېر ممکن" دي، خو خبرداری یې هم ورکړ چې که تهران دا هوکړه رد کړي، جګړه به بیرته پیل شي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایسنا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند اسماعیل بقایي له قوله ویلي چې تهران د امریکا وړاندیز ترلاسه کړی او پر جزیاتو یې غور روان دی خو هغه د دې یادونه هم وکړه چې په وړاندیز کې ځینې موارد شته چې د اسلامي جمهوریت د مشرانو لپاره د منلو وړ نه دي.