په ټولنیزو رسنیو کې د کامنټونو نړۍ؛ د حقیقت لټون که د سرګرمۍ نوې فضا؟
د ټولنیزو شبکو په پراخه فضا کې، د نظرونو (کامنټونو) برخې ته پاملرنه د ځینو کاروونکو لپاره په ورځني مهم فعالیت بدله شوی .
یو شمیر افغانان وایي، د کامنټونو لوستل د دوی لپاره د معلوماتو، سرګرمۍ او ان د حقیقت او اوازې ترمنځ د توپیر منبع ده.
د کابل اوسېدونکی رشاد احمد وایي، کامنتونه ورسره مرسته کوي چې تر یوه بریده د موضوع کره والی او ناکره توب تشخیص کړي.
خو زیاتوي چې د اعتماد وړ سرچینو نه، د خپرو شویو لیکنو کمنټونه نه ګوري.
"کله چې یو څوک له خپلې فیسبوک پاڼې یا ID څخه یو موضوع شریکه کړي یا خپل نظر وړاندې...