په افغانستان کې د کاناډا د محارب ماموریت په اړه په اوتاوا کې د یادڅلي د جوړیدو کارونه ځنډیلي
په افغانستان کې د کاناډا د محارب ماموریت د یاد څلي رغونه به تر۲۰۲۸ کال پورې بشپړه نشي.
د کاناډایۍ تورنتو سن ورځپاڼې د راپورله مخې په پام کې وه چې د دغه یادڅلي چې په پلازمینه اوتاوا کې جوړیږي، کارونه په ۲۰۱۷ کال کې بشپړشوي وای. دغه یادڅلی د کاناډا د له څلویښت زره زیاتو پوځیانو او په سلګونو نورو ملکي کارکونکو سرښندونو ته د درناوي په پار چې په افغانستان کې د کاناډا په محارب ماموریت کې یې برخه اخیستې، جوړیږي.
د کاناډا محارب ماموریت چې پرافغانستان د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د عملیاتو له پیلیدو سره...