له امریکا سره د احتمالي هوکړې راپورونو ته د ایران سوړ غبرګون
د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې وایي د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه نژدې شوې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې تهران لا هم د امریکا پر وړاندیز غور کوي.
اسماعیل بقایي د چهارشنبې په ورځ «ایسنا» خبري اژانس ته وویل: «د امریکا طرحه او وړاندیز لا هم د ایران له لوري څېړل کېږي، او ایران به د خپلو نظرونو له بشپړې ارزونې وروسته د پاکستان له لارې مقابل لوري ته ځواب واستوي.»
هممهاله، «تسنیم» خبري اژانس چې سپاه پاسداران ته نژدې دی، د یوې باخبره سرچینې په حواله لیکلي...