Добавить новость

د چین - افغانستان ترمنځ د راکړې ورکړې لپاره نوې ترانزیتي لار پرانیستل شوه

له چین څخه افغانستان ته د سوداګري مالونو د انتقال یو نوی ترانزیټي دهلېز پرانیستل شوی دی. د منځنۍ اسیا رسنیو پرون (چهارشنبې) د ازبکستان د ترانسپورتي چارواکو په قول راپور ورکړ چې دا لاره د مالونو د انتقال وخت راکمولی او لوژستیکي بهیر لا اسانولی شي. په دې ترانزیتي دهلېز کې کانتینرونه لومړی د رېلګاډي په وسیله له چین څخه حرکت کوي او له آلتین‌کول تمځي څخه تر تېرېدو وروسته ازبکستان ته داخلېږي. راپور زیاتوي چې دا مالونه بیا د بخارا ښار لوژستیکي مرکز ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې، د افغانستان لوېدیځ ښار هرات ته انتقالېږي.
Губернаторы России



Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта