Добавить новость

په افغانستان کې د باران او سیلابونو دوام، زابل او سالنګونو کې واوره شوې

له پیښو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د حکومت اداره وایي، نن او تېره شپه د هېواد په یوشمېر سیمو کې ورښتونو او سیلابونو خلکو ته زیان اړولی دی. زابل، هلمند، پکتیا، خوست، لغمان، میدان وردګ هغه ولایتونه یاد شوي چې خلک یې ډېر زیانمن شوي. سالنګونو او د زابل په یوشمېر سیمو کې بیا واوره ورېدلې ده. که څه هم د جمعې تر غرمې د مرګ ژوبلې تازه شمېرې خپرې نه شوې، خو چارواکي وایي، د حمل میاشتې په دویمه اونۍ کې ۵۱ کسان طبیعي پیښو کې مړه شوي دي.
Губернаторы России



Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта