د چین په اورمچي کې د خبرو دوام، چین وایي افغانستان او پاکستان دې ستونزې ژر هوارې کړي
د راپورونو له مخې د چین په اورمچي کې نن هم د طالبانو د حکومت او پاکستاني استازو خبرې دوام لري.
دواړو خواوو که څه هم په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ نن ویلي، پاکستان او افغانستان باید خپلې ستونزې ژر تر ژره د خبرو له لارې حل کړي.
ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې چین له دواړو لورو د اوربند غوښتنه لري او ترې غواړي چې سوداګریزې لارې هم، چې له میاشتو راهیسې بندې دي، خلاصې کړي.
له دې خبرو سره همهاله د طالبانو حکومت ادعا کوي چې تېرو دوو ورځو کې د پاکستاني...