اسراییل پر خپله خاوره د ایران د دوو پړاوونو توغندويي بریدونو خبر ورکړ
د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په سهار وختي اعلان وکړ چې د دې هېواد هوايي دفاعي سیستمونو د ایران له لوري د توغندیو د دوو پړاوونو بریدونو ته ځواب ویلی دی.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د لومړي برید په ترڅ کې د هېواد په مرکزي سیمو کې څو ځایونه په نښه شول او لږ تر لږه څلور کسان د تل ابیب په سیمه کې برسېرن ټپیان شول.
پولیسو هم ویلي چې په څو ځایونو کې د توغندیو د لګېدو پېښې ثبت شوې دي، او ځینو راپورونو د دغو ځایونو شمېر تر ۹ پورې یاد کړی دی.
اسرائیلي رسنیو دا هم ویلي چې ځینې زیانونه ښايي د خوشهيي بمونو...